د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

جاپان کې المپیکي سیالیو ته ۵ افغان لوبغاړو بشپړ چمتوالی نیولی


ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ د جولای میاشتې په۲۳مه نېټه نېټه، د جاپان په پلازمینه توکیو کې د المپيک سیالۍ پيل شي.

د افغانستان د ملي المپيک کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې د ګډون لپاره پنځو افغان لوبغاړو هم بشپړ چمتوالی نیولی.

دغو لوبو کې ګډونوالې کیمیا یوسفي په خپل فیسبوک پاڼه کې په يوه ویډیو پیغام کې ویلي: "غواړم د افغانستان لپاره له المپيک سیالیو ویاړونه راوړم."

مجیب قاریزاده زیاتوي چې دغو سیالیو کې به په څلورو څانګو کې پنځه افغان ورزشکارانو ګډون وکړي.

نوموړی وايي یمیا یوسفي د اتلتیک په ۱۰۰ متره ‍، منصوري د ټیکواندو، فهیم انوري د لامبو وهنې، مهدي یاوري په نښان ویشتنه او شا محمود نبرد اتلتیک په څانګو کې د المپیک په لوبو کې ګډون کوي.

د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د توکیو المپیک سیالۍ یو کال وځنډېدې اوس ټاکل شوې چې تر سختو روغتیايي سپارښتنو لاندې راتلونکې جمعه پيل شي.

XS
SM
MD
LG