د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د روزنیز کمپ دوهم پړاو هم پای ته ورسېد.
دا روزنیز کمپ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د لوبو ترڅنګ د روان کال يو شمېر نورو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د چمتووالي په موخه په پلازمېنه کابل کې جوړ کړی و چې پرون پای ته ورسېد.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کمپ د روانې جولای میاشتې په ۶مه پیل شوی و چې د ملي لوبډلې ۲۸ لوبغاړو په کې برخه درلوده.
د نوموړي په وینا په یاد کمپ کې د مشر روزونکي لانس کلوزنر، نورو نړیوالو روزونکو او د اتو افغان روزونکو له خوا د لوبغاړو د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخو کې د هغوی د مهارتونو کار وشو.
دغه شان په دغه کمپ کې د ملي لوبغاړو ترمنځ د دوو لوبډلو له جوړولو وروسته درې خپل منځي تمریناتي لوبې هم ترسره شوې.
د یادونې وړ ده چې د دغه کمپ لومړی پړاو د تېرې میاشتې په لسمه نېټه د شااوخوا ۳۰ لوبغاړو ترمنځجوړ شوی و چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.