د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

اروپا کې سیلابونه؛ قربانیان تر ۱۸۰ واوښت لا هم لسګونو کسان تري تم دي


جرمني کې سیلابونه، دې هېواد کې سیلابونو ۱۵۰ تنه وژلي دي.
جرمني کې سیلابونه، دې هېواد کې سیلابونو ۱۵۰ تنه وژلي دي.

په اروپا کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو شمېر یو سل او درې اتیاو ته ورسېد. چارواکي وایي چې لا هم په لسګونو کسان تري تم دي.

د هغو څلورو هېوادونو په ډله کې چې له تېرې اوونۍ راهیسې سیلابونه په کې بهیدلي دي، تر ټولو په جرمني کې ډېرکسان وژل شوي.

دې سیلابونو لارې خرابې کړي، انټرنیټ او ټیلیفون یې قطع کړی چې له دې امله د تري تم شوېو کسانو د موندلو هڅه ګرانه شوې ده.

د ژغورنې عمله هڅې کوي چې د بیړیو او هلیکوپټرو له لارې دغو سیموته ورسېږي او د مخابرو له لارې اړیکې ټینګې کړي.

د جرمني د راینلانډ پلاټینټ د سیمې د پولیسو په بیان کې راغلي دي چې دا وېره شته چې د قربانیانو شمېربه زیات شي ځکه چې یوازې د دوی په سیمه کې د دې سیلابونو له امله شپږ سوه اویا تنه ټپیان شوي دي.

جرمني کې سیلابونه
جرمني کې سیلابونه

د جرمني سربېره سیلابونو څلور نور اروپایي هېوادونه بلجیم، هالنډ او لوګزامبورګ اغېزمن کړي دي او اوس دا سیلابونه د سویس، استریا او چک جمهوریت لورته بهیدلي دي.

یوازې په جرمني کې د دې سیلابونو له امله یو سل او شپږ پنځوس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا د جرمني په تاریخ کې تر ټولو سخت سیلابونه بلل شوي دي.

په استریا کې د سختو ورښتونو له امله یو تن وژل شوی .

په بلجیم کې د دې سیلابونو د قربانیانو شمېر اووه ویشتو ته رسیدلی دی.
د استریا پولې ته نژدې تېره شپه د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د استریا صدراعظم سبیستیان کورزپه ټویټر کې لیکلي دي چې درنو بارانونو او توپانونو له بده مرغه د استریا په څو سیمو کې سخت زیانونه اړولي دي.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل بیا غواړي چې نن د شولډ سیمې ته ورشي، هلته له ژغورل شوېو سره وګوري او سروې وکړي چې څومره زیان اوښتی دی، همدې سیمې ته چې سیلابونو ځپلې ده پرون د جرمني ولسمشر فرانک والټر شتاینمایر ورغی.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل غواړي چې نن د شولډ سیمې ته ورشي
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل غواړي چې نن د شولډ سیمې ته ورشي

د جرمني او چک جمهوریت ترمنځ د اورګاډي سفرونه د تخنیکي ستونزو له امله ځنډیدلي دي.

چارواکو ویلي دي چې علت یې هوا ده او د نن ورځې په وروستیو کې به دا ستونزه هواره شي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا ون دېرلین پرون په بلجیم کې سیلاب ځپلو سیمو ته ورغله او بیا یې په ټویټر کې له اروپا سره خپله خواخوږي وښوده.

بلجیم اعلان کړی دی چې د سې شنبې په ورځ به په رسمي ډول د سیلاب د قربانیانو د ویر ورځ ولمانځي.

XS
SM
MD
LG