د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د کرونا واکسین؛ اروپايي ټولنه: د امریکا پرتله مو ډېر خلک واکسین کړي


د کرونا ضد واکسین
د کرونا ضد واکسین

اروپايي ټولنه د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین شوېو کسانو د شمېر له مخې د امریکا تر متحدو ایالاتونو مخکې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اروپايي ټولنه د کرونا ویروس د ژر خپرېدونکې ډېلټا بڼې د نوې څپې پر وړاندې د اقدام هڅه کوي.

د اوور ورلډ این ډېټا 'Our World in Data' انلاین خپرونې د معلوماتو له مخې د اروپايي ټولنې د ټولو وګړو ۵۵ اعشاریه ۵ فیصدو یې لږ تر لږه د واکسین یوه ستن لګولې، خو په امریکا کې دغه فیصدي ۵۵ اعشاریه ۴ ده.

د اروپايي ټولنې یوه کمېشنر ایري بریټون پرون په ټویټر کې لیکلي، تېره اوونۍ اروپايي ټولنه د کرونا ضد واکسین د لومړي ډوز لګولو له درکه د امریکا تر متحدو ایالاتونو مخکې شوه.

د روان کال په لومړیو کې په اروپايي ټولنه کې د واکسین پر ورو کمپاین پراخ انتقادونه وشول، خو په امریکا کې د واکسین کمپاین په چټکۍ پیل شو، وروسته واکسین ته د ځینو کسانو د نه لېوالتیا له کبله کمپاین پڅ شو.

XS
SM
MD
LG