د پکتیکا اوسیدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې وروستیو کې د پکتیا- پکتیکا ترمنځ د غځیدلې لارې تړل کېدو خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.
دوی وايي، کوم سړک چې له زرمته تیریږي، نه یوازې د حکومتي مامورینو پرمخ بنده ده، بلکې د ماینونو له وېرې ولسي وګړي هم ورباندې تګ او راتګ نه شي کولای.
د پکتیکا اوسیدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې، د دوی د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره لږ تر لږه د پکتیا او پکتیکا لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیزي.
د چنګاښ په ۲۶مه مدني فعال عبدالوهاب ازادي راډیو ته وویل، د دې لارې په اوږدو کې د نورو ستونزو ترڅنګ ماینونه هم ځای پرځای شوي او که څوک ورباندې ورځي، نو خطر به قبلوي.
دی وايي: "د پکتیا او پکتیکا ترمنځ غځيدلې لاره چې بنده شوې ده، د پکتیکا د عامو خلکو لپاره يې ډېرې ستونزې ولاړې کړي، ځکه دولتي مامورین خو وړاندې له دې هم د کتار په ورځ باندې تلل، خو اوس عامو خلکو لپاره هم ستونزې راولاړې شوي دي، خلک ناروغان لري، خلک ضرور کارونه لري چې باید مرکز ته ولاړ شي، خو دا لاره په مکمل ډول بنده شوې ده، په اکثرو ځایونو کې ماینونه ځای پر ځای دي چې عام خلک ورباندې تګ راتګ نه شي کولای، که کوي نو دوی به خپل ژوند په خطر کې اچوي او ممکن دوی د دغو ماینونو ښکار شي. "
د پکتیکا اوسیدونکی عبدالروف ذهین وايي، د زرمت لارې تړل خلکو ته ډېر په زیان دي او حکومت يې باید د بېرته خلاصیدو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي: "په دې وروستیو کې د جنګ جګړو له امله د پکتیا او پکتیکا تر منځ هم لویه لاره تړل شوې ده، مریضان په وخت نه شي رسیدلی، ولسونه په تکلیف دي، تجارانو ته يې لوی نقصان دی، د دې ترڅنګ هېڅ دولتي کارمند او مامور په دې لاره تګ راتګ نه شي کولای، زموږ غوښتنه دا ده چې په دې لارو باندې کار وشي او دغه لويې لارې د عامو خلکو پر مخ خلاصې شي. "
د پکتیکا د ولایتي شورا غړي هم وايي چې د زرمت لارې تړل کېدو خلکو او سوداګرو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
د ولایتي شورا غړی عبدالمبین فقیرزاده وویل، په دې لاره هېڅوک ډاډمن تګ او راتګ نه شي کولای او سوداګر له دې ویریږي چې هسې نه ټول مالونه يې ورک شي: "ډېر مشکلات يې رامنځته کړي، دولتي چارواکي په ازاد زړه تګ او راتګ نه شي کولای، دوی ته ستونزې او مشکلات جوړیږي، په ضمن کې تجاران هم زړه نه شي ښه کولای چې یا پیسې ولري او یا مالونه راوړي، ورباندې ډاریږي او وايي په لارو کې حیف و میل نه شي، نو ستونزې او مشکلات ډېر دي. "
بل لوري ته د پکتیکا چارواکي د زرمت د لارې د بندیدو له کبله راولاړې شوې ستونزې مني، خو وايي د خلاصولو لپاره يې د پکتیا او پکتیکا د امنیتي ادارو له خوا پلان موجود دی.
د پکتیکا والي تورن جنرال یاسین خان وویل: "رښتیا هم چې په دې وروستیو ورځو کې د زرمت لاره چې د پکتیکا ولسونو ورڅخه د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو استفاده کوله، دا لاره هم د پلونو او پلچکونو د ورانولو په نتیجه کې او همدارنګه د ماینونو د خښولو په نتیجه کې بند کړې ده، خو د پکتیکا رهبري او نظامي شورا همدارنګه د پکتیا نظامي شورا په دې هکله یو هوډ او پلان لري چې انشاالله ډېر ژربه دغه لاره د ولسونو پرمخ خلاصه شي، څو ولسونه خپل کاروبار، ژوند او تجارت په اسانۍ سره پر مخ بوځي. "
جنګ جګړو په دې ورستیو کې د پکتیکا دننه مرکز ښرنې سره د یو شمېر ولسوالیو او ان کابل او پکتیا سره لويې لارې تړلي چې خلکو ته یې د اقتصادي ستونزو سربیره امنیتي ستونزې هم پیدا کړي دي.