د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

کونړ کې د معلولینو د کرکټ سیالۍ؛ د امو زون لوبډله اتله شوه


 د امو زون لوبډله اتله شوه
د امو زون لوبډله اتله شوه

په کونړ ولایت کې د زونونو په کچه د معلولینو د کرکټ شل اوورېزې سیالۍ د امو زون په اتلوالي سره تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب الله تره کي په نوم د دغو سیالیو پای لوبو ته د امو او بُست زونونو لوبډلې وتلې وې.

ښاغلی هوتک زیاتوي چې د لوبې پچه امو وګټله او په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۲منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکله.

نوموړی زیاتوي، بُست لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۹.۳ اوورنو کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې چې لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر امو ته وبایلله.

د یادونې وړده چې دا لوبې د پنځو زونونو ترمنځ 'امو، بُست،سپین غر، بندامیر او مس عینک' د جولای میاشتې په نهمه نېټه پیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG