د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

توکیو کې المپيکې لوبې؛ یو تن بهرنی سیلاني په کرونا اخته شوی


د کرونا ازمایښت
د کرونا ازمایښت

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیکي لوبو سمبالوونکو وايي چې د لوبو له پیله ۶ ورځې وړاندې د لوبغاړو په کمپ کې د کرونا ویرویس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د نړیوالو ورزشي وېبپاڼو د خبر له مخې د توکیو د لوبو اجرائیه مدیر 'توشیرو موتو' که څه هم د دغه کس هویت نه دی افشا کړی،خو ویلي یې دي چې دغه کس د لوبو بهرنی سیالاني ده.

په جاپان کې روانه جولای میاشت کې دا ۱۴مه د کرونا مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.

په توکیو کې د المپیک لوبو د پیل په درشل کې د کرونا ویروس د خپراوی د مخنیوي لپاره بېړنۍ حالت اعلان شوی.

ټاکل شوې چې شپږ ورځې وروسته په د توکیو المپيک سیالۍ د دغه هېواد د امپراتور له لوري په رسمي ډول افتتاح او پیل شي.

XS
SM
MD
LG