د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې


ارزګان کې د فوټبال سیالۍ د څلورمې ناحیې سیلاب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
ارزګان کې د فوټبال سیالۍ د څلورمې ناحیې سیلاب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

په ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال پیل شوې څلور ورځنۍ سیالۍ تېره ورځ د څلورمې ناحیې سیلاب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د فوټبال فدارسیون مشر میرزا محمد امیرزوی ازادي راډیو ته وویل چې په يادو لوبو کې سيلاب څلورمې ناحيه لومړی، صداقت دوهمې ناحيه دوهم او وطندوست افغان اولې ناحيه لوبډلې درېيم مقام خپل کړی دی.

دا سیالۍ د ترینکوټ ښاروالۍ له خوا د سولې په هیله پیل شوې وې.

په ورته وخت کې هغه لوبغاړي او سيلانيان چې دغه لوبو کې يې ګډون کړی وو زیاتوي چې تر ټولو لويه هېله يې په هېواد کې سوله ده او د وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې د جګړې پر ځای سوله او اوربند ته مټې رابډ وهي.

XS
SM
MD
LG