د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۵۰

اوسیدونکي: له ۴ کلونو وروسته د غزني- پکتیکا لار پرانیستو ته خوښ یو


د غزني-پکتیکا لویه لار
د غزني-پکتیکا لویه لار

د وسله والو طالبانو له لوري له پرله پسې څلورو کالو بندېدو وروسته د غزني ـ پکتیکا ترمنځ لاره خلاصه شوه.

د پکتیکا او غزني یو شمېر اوسیدونکي وايي، اوس د خامه لارو پرځای پر پاخه سړک تګ راتګ کوي.

دغه سړک څلور کاله وړاندې وسله والو طالبانو له هغه وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتاړه چې د غزني اندړو ولسوالۍ مرکز میری یې ونیو.

خو د سیمې او دواړو ولایتونو ولسي خلکو ته یې په کلیو او خامه لارو د تګ راتګ اجازه ورکړې وه.

د غزني اندړو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالباري حميدي چې پردغه لارې له خلاصون وروسته خپل کلي تللی وايي، خوښ دی چې دغه لاره خلاصه شوه او دوی پرې تګ راتګ کوي.

د غزني-پکتیکا سړک چې ډیری ځایونه کنډوکپر لري
د غزني-پکتیکا سړک چې ډیری ځایونه کنډوکپر لري

د ده په خبره، د ساعتونو هغه سفر یې رالنډ شوی چې په خاورو او دوړو کې به یې مزل کاوه: "ډېری سیمه یې د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې بنده وو، خو اوس له نېکه مرغه چې دغه لاره خلاصه شوه او موږ اوس له غزني تر پکتیکا ورباندې تګ راتګ کوو."

د سیمې خلک وايي، د دغه سړک ډېری برخه وسله والو طالبانو وخت په وخت پر ټراکټرونو اړولی ده چې له امله یې کنډې کپرې لري او په وینا یې د وسله والو طالبانو ماینونو هم خرابه کړې.

د اندړو بل اوسیدونکی عبدالله وايي، څلور کاله یې د څلوېښتو دقیقو لار په دوو ساعتونو کې وهله، خوله به یې له خاورو او دوړو ډکه وه، ستړی ستومان به هم وو، خو اوس خوشحاله دی چې له څلورو کلونو وروسته خپل کورته پر پاخه سړک ستنېږي.

دی وايي: "خلک د غزني ـ پکتیکا سړک ته چې اوس د مساپرو پرمخ خلاصه شوې، ډېر خوشحاله دي، د دې لارې ترڅنګ پر بله لاره به خلکو غزني ـ پکتیکا ته تګ راتګ کاوو، هغه لاره ډېره ستونزمنه لاره وه، د هغې پرتله دا لاره ډېره ښه ده."

سیمه ییز چارواکو او وسله والو طالبانو د دغه سړک د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری ځله افغان امنيتي ځواکونو د دغې لارې د خلاصون هڅې کړې وې، خو بریالي شوي نه وو.

وسله وال طالبان دا لاره له څلورو کالو وروسته په داسې حال کې خلاصوي چې پر دغه لاره د غزني مرکز اړوند په ارزو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پوستو، په خاني بابا سیمه کې د ملي اردو د سېني بیز او په چاردېوال سیمه کې د ملي اردو درېیم نمبر کنډک په دا وروستیو کې طالبانو سقوط کړل.

XS
SM
MD
LG