د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

ګبرېسوس: د کرونا واکسین په تمویل کې د هېوادونو توپیر نابرابره دی


د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر نیوکه کړې چې د کرونا د واکسین د تمویل په برخه کې د هېوادونو تر منځ توپیر ډېر زیات او نابرابره دی.

ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس هغو هېوادونو ته د تقویتي ډوزونو د ورکړې په اړه خبرداری ورکړ چې وختي يې خپل خلک واکسین کړي.

هغه پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) د کووېډ-۱۹ د واکسین په اړه په یوه غونډه کې وویل: "په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو لا واکسیناسیون نه دی پیل کړی، یو شمېر هېوادونو خپل اکثر خلک واکسین کړي دوه ډوزونه او اوس درېیم تقویتي ډوز پیلوي. دا جداً د خواشینۍ وړ ده."

ټېډروس ادهانوم ګواښ وکړ چې شتمن هېوادونه باید بې وزلي هېوادونه له پامه ونه غورځوي ځکه که دا کار وکړي، نه یواځې نور په ستونزه کې لویږي بلکې په خپله هم د کرونا په مهار نه شي بریالي کیدای.

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا د ډېلټا بڼې د زیاتې خپراوي په اړه خبرداری هم ورکړی.

XS
SM
MD
LG