د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۱

د ایټالیا فوټبال لوبډله د اروپايي ملتونو جام سره کور ته ستنه شوه


ایټالوي لوبغاړي په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.
ایټالوي لوبغاړي په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

د ایټالیا د فوټبال لوبډله نن د اروپايي ملتونو له جام سره کور ته ستنه شوه.

ايټالیا برايي شپه د اروپايي ملتونو د جام په پایلوبه کې انګستان ته په پنالټي شوټونو کې ماتې ورکړه او دا جام‌یې وګاټه.

ایټالوي لوبغاړي په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

بل‌خوا د برتانیا صدراعظم بورېس جانسون له بېګانۍ ماتې وروسته د انګلنډ د لوبډلې پر غړو د نژادپالنې بریدونه وغندل.

جانسون پر ټویټر ولیکل، انګلیسي لوبغاړي باید د اتلانو په څېر وستایل شي، نه دا چې پر ټولنیزو شبکو په نژاد پالونکو تبصرو وغندل شي.

XS
SM
MD
LG