د افغانستان د ۲۳ کلونو د فوټبال لوبډله به د ۲۰۲۲میلادي کال د اسیا جام په سیالیو کې له مالدیف، بحرین او عراق له لوبډلو سره یوځای په سي ګروپ کې ولوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې په دغو سیالیو کې د ګډون او غوراوي لپاره تېره شپه پچه اچونه شوې ده.
ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اسیا فوټبال جام سیالۍ د همدې کال د جون د لومړۍ نېټې څخه تر ۱۹ پورې په بحرین کې ترسره شي.