د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ملګرو ملتونو له سرحدي لارې سوریې ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ


د ترکیې او سوریې ترمنځ د باب الحوا سرحدي لار
د ترکیې او سوریې ترمنځ د باب الحوا سرحدي لار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې د ترکیې له یوې سرحدي لارې د سوریې میلیونونه بې وزلو خلکو ته د بشري مرستو رسول یقیني کېږي.

روسیې چې پخوا یې د دې پرېکړه لیک له مسودې سره مخالفت کاوه، له امریکا سره د خبرو په وروستۍ شېبه کې مثبته رایه ورکړه.

امنیت شورا پرون د جولای په نهمه نېټه یوه ورځ مخکې له دې چې د مخکیني پرېکړه لیک د اعتبار موده پای ته ورسېږي، دې لایحې ته چې له مخې یې د یوه بل کال لپاره د سوریې خلکو ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو بهیر دوام کوي مثبتې رایې ورکړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفېلډ او په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبینزیا پرون د امنیت شورا له غونډې مخکې د دې لایحې پر مسودې موافقه وکړه او وروسته دواړو په ګډه د امنیت شورا ۱۵ غړو ته وړاندې کړه چې د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفېلډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفېلډ

دا پرېکړه لیک د ترکیې او سوریې ترمنځ د باب الحوا له سرحدي لارې څخه د سوریې شمال لویدیځ ادلیب ښار ته د بشري مرستو رسولو ته لاره پرانیزي.

په پرېکړه لیک کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش باید د لانجمنو سیمو له لارې د دې بشري مرستو د رسولو په عملیاتو کې د شفافیت په اړه په شپږو میاشتو کې یو راپور چمتو کړي، خو ډیپلوماتان وايي چې له شپږو میاشتو وروسته د پرېکړه لیک د مودې د غځولو لپاره د بیا رایې اخیستلو شرط نه دی ایښودل شوی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

روسیې مخکې د یوه بل کال په مخه د باب الحوا له سرحدي لارې د مرستو د رسولو له طرحې او د ملګرو ملتونو او لویدیځو هېوادونو د دې دریځ مخالفت کاوه چې ویل یې، له ترکیې پرته له هېڅ بلې لارې څخه د افراطي تُندلارو تر ولکې لاندې سیمو ته د بشري مرستو د رسولو متبادله لاره نشته.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افراطي ډلو تر ولکې لاندې سیمو کې د دېره شااوخوا دوه میلیونه وګړو په ګډون د سوریې ټول ۳،۴ میلیونه خلک خوړو او نورو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د دې پرمختګ هرکلی وکړ.

سپینې ماڼۍ د جو بایډن او ولادیمیر پوتین له نژدې یو ساعت ټیلیفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو په جنیوال کې د امریکا او روسیې له سرمشریزې وروسته د دې موافقې د تصویب په برخه کې د خپلو کاري ټیمونو ګډ کار ستایلی دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG