د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

افغانستان د امریکا له لوري مرسته شوي کرونا ضد واکسینونه ترلاسه کړل


د امریکا له خوا مرسته شوي واکسین
د امریکا له خوا مرسته شوي واکسین

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې هېواد سره د امریکا د مرسته شوېو کرونا ضد واکسینونو د ترلاسه کولو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د جمعې (د چنګاښ ۱۸مه) په ورځ د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې د دغه واکسینونو د ترلاسه کولو پرمهال وویل چې د دې واکسینونو د تطبیق چارې به يې ډېر ژر پیل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې

ښاغلي مجروح زیاته کړه: "دا ټول یو میلیون څلور لکه او ۴۶ زره ډوزه واکسین دي، امریکا ټول د درې میلیونه ډوزه واکسینونو د مرستې ژمنه کړې، پاتې نور به يې په راتلونکې اوونۍ کې را ورسیږي، دا ټول د جانسن اېڼډ جانسن د کمپنۍ واکسین دي چې یو ډوز تطبیقیږي."

امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي.

نوموړي وویل، د واکسینونو د تطبیق د پلان له مخې به دا وکسین له پنځوس د لوړ عمر لرونکو کسانو ته تطبیق شي.

له دې وړاندې له افغانستان سره مرسته شوي هندي بایوانټیک او چینايي سینو فارم کرونا ضد مرسته شوي واکسین دوه ډوزه تطبیق شول.

په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې دوی افغانستان ته د کواکس له لارې څه کم یو نیم میلیون ډوزه واکسین ورکړل تر څو په افغانستان کې د کرونا وبا درېیمه څپه کنټرول شي.

په همدې حال کې یونېسف په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي، دا واکسین داسې مهال افغانستان ته رسېږي چې دا هېواد د کرونا له بحران سره مخ دی.

د یونېسف په اعلامیه کې له نورو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې د واکسین په برخه کې له بې وزله هېوادونو سره مرسته وکړي.

افغانستان تردې دمه له چین۷ سوه زره ډوزه او له هنده ۵ سوه زره ډوزه د کرونا ضد واکسین مرسته ترلاسه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې دوی افغانستان ته د کواکس له لارې څه کم یو نیم میلیون ډوزه واکسین ورکړل
په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې دوی افغانستان ته د کواکس له لارې څه کم یو نیم میلیون ډوزه واکسین ورکړل

که څه هم د عامې روغتیا وزارت په دې اړه چې څومره کسانو ته واکسین تطبیق شوی؟ تازه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د هغه کسانو چې واکسین يې ترلاسه کړی شمېر نږدې یو میلیون ښودلی وو.

دا وزارت پلان لري چې په روان ۲۰۲۱ او راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د افغانستان ۶۰ په سلو کې وګړي واکسین کړي.

د دې لپاره دا وزارت نږدې ۴۸ میلیونه ډوزه واکسینونو ته اړتیا لري.

افغانستان ته د امریکا له لوري مرسته شوي کرونا ضد واکسین داسې مهال رسېږي چې لا هم په دې هېواد کې د کرونا درېیمه څپه په تېزۍ سره خپریږي او نږدې هره ورځ د دې وبا له امله لسګونه کسان مړه کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۷۷ نور کسان د کرونا له امله مړه شوي دي او په همدې موده کې ۱۱۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په دې سره په دې هېواد کې د کرونا له امله د مړو شوېو شمېر ۵۶۳۸ او د ټولو اخته شوېو کسانو شمېر ۱۳۲۷۷۷ ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG