د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د امریکا افغان کارکوونکي: د 'اېس.ای.وي' پروسه دې چټکه پلې شي


په کابل کې د امریکا سفارت مخ ته راټول شوي افغان کارکوونکي
په کابل کې د امریکا سفارت مخ ته راټول شوي افغان کارکوونکي

‎اوس چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر۹۰ سلنه بشپړ شوی، په کابل کې یې د امریکا افغان کار کوونکي لا اندېښمن کړي دي.

‎دغو کار کوونکو چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لپاره د امریکا له پوځي او پراختیایي پروژو سره کار کړی، دوی ترتګ وروسته د خپل راتلونکي د امنیت په اړه خورا اندېښمن دي.

‎نن جمعه د (د چنګاښ ۱۸مه) د 'AISS' په نوم د یو امریکایي دفتر افغان کار کوونکي په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته راټول شوي وو او د 'SIV' یا کډوالۍ ځانګړې ویزو د پروسې چټک پلي کېدو غوښتنه یې کوله.

‎د دغو لاریون کوونکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې منصور یوسفي او پروېز کاظمي ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "اندېښمنه مو دا ده چې څو موده وړاندې د مولدالدین په نوم یو همکار مو په مزار شریف ښار کې طالبانو ترې سرغوڅ کړ، موږ هم ‌‌‌‌‌‌ډېر وېرېږو، که دوی کابل ونیسي، یا موږ د کومې ستونزې له امله ولایت ته سفر وکړ او د طالبانو لاس ته ورشو، دوی به موږ هم ژوندي پرې نه ږدي.

دغو کار کوونکو چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لپاره د امریکا له پوځي او پراختیایي پروژو سره کار کړی
دغو کار کوونکو چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لپاره د امریکا له پوځي او پراختیایي پروژو سره کار کړی

-موږ له امریکا سره د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره کار کړی، طالبان موږ سره هم ستونزې لري، نو پر دې اساس امنیتي ګواښونه مې زیات دي، د امریکا له دولته مو غوښتنه ده چې د دغو امنیتي ستونزو له امله دې موږ ته د کډوالۍ د ویزو راکړې زمینه برابره کړي، مخکې له دې چې دوی له افغانستانه ووځي."

‎د د دغه امریکایي دفتر یو بل افغان کار کوونکی محمد سلیم قیامي چې د کابل په یو لېرې ولسوالۍ کې ژوند کوي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د امنیتي ګواښ له امله ان له کوره نه شي وتلی:

قیامي زیاته کړه: "موږ ټول تر ګواښ لاندې یو، د امریکا له حکومته مو غوښتنه دا ده چې موږ سره دې مرسته وکړي، زموږ ژوند دې وژغوري."

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

‎خو د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۱۷مه) په یوه خبري غونډه کې په سپینه ماڼۍ کې ویلي و چې هغه په زرګونو افغانان به چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او د طالبانو له ګواښ سره مخ دي، وکولای شي چې په متحده ایالاتونو کې پناه واخلي.

‎هغه زیاته کړې، د جنوري له میاشتې راهیسې چې ده د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، تر اوسه د ویزې د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د دوه نیم زره افغانانو غوښتنلیکونه منل شوي دي.

‎وړاندې د امریکا حکومت ویلي، هغو افغان ژباړونکو او کار کوونکو چې د امریکا له پوځیانو او حکومت سره یې کار کړی، اتلس زرو کسانو ته به یې د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړي.

‎که څه طالبانو د دغو امریکایي دفترونو د افغان کار کوونکو د اندېښنه په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې وه راغلي و چې دوی له دغو کسانو سره کار نه لري او باید د افغان وګړو په توګه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG