د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

ارزګان کې مخابراتي شبکې تړلي؛ خلک: پي سي او کې یې دقیقه سل افغانۍ تمامېږي


USSR prison telephone box
USSR prison telephone box

د شااوخوا تېرې یوې میاشتې راهیسې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه درولي دي.

د دغه ولايت خلک وايي، د مخابراتي شبکو په تړلو سره د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

د ترینکوټ ښار اوسیدونکو نورالله ازادي راډيو ته وویل: "پخوا په ټیلیفوني اړیکو کې ستونزې وې، خو اوس وسله والو طالبانو خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ګواښ کړی او بندې کړي یې دي، طالبان او حکومت باید د مخابراتي شبکو مخه ونه نیسي."

په ارزګان ولایت کې افغان بیسم، اېم.ټي.اېن، روشن، اتصالات او سلام مخابراتي شبکې شته چې اوس یې له ډلې یوازې سلام شبکه فعاله ده چې خلک یې له خدماتو خوښ نه دي.

ارشیف، د ټیلیفون ستنې
ارشیف، د ټیلیفون ستنې

په ترینکوټ کې د سلام مخابراتي شبکې مسوولین هم مني چې دغه ولایت کې د سلام شبکې فعالیت کمزوری دی، خو د خلکو بېروبار یې لوی لامل بولي.

په ارزګان ولایت کې اوس ډېری خلکو د دې ستونزو د حل لپاره 'پي.سي.او' ګانو ته مخه کړې او د سټلایټ له لارې خپلې ستونزې حلوي.

دوی وايي اړ یو چې د خپلو کورنیو سره په اړیکه کې شي، خو د دوی د معلوماتو پر بنسټ د سټلایټ له لارې یې لګښت ډېر لوړ راځي او په وینا یې یوازې یوه دقیقه اړیکه یې په سل افغانۍ تمامیږي، ځکه د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې هېڅ ډول مخابراتي شبکې فعالیت نه لري.

د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکې محمد جان ازادي راډيو ته وویل: "زموږ چې په سیمه کې ناروغ پیدا شي، نو اړ یو چې له زرو نیولی ان تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې یوازې په اړیکه نیولو مصرف کړو او یا به هم په موټر کې ورځو چې کرایه یې ۸۰۰ افغانۍ کیږي، که دغه شبکې خپل فعالیت بیرته پیل کړي، زموږ کار په ۵ یا لسو افغانیو خلاصیږي."

د مخابراتي شبکو تړل کېدل په ترینکوټ ښار کې د هټیوال پر کاروبارهم منفي اغېز کړی، د دې ښار د موبایلونو د شرکت یو مسول جاوېد ازادي راډيو ته وویل چې مخکې به یې د ورځې د ۲۰ زره افغانیو توکي پلورل، خو اوس یې د پلور کچه ۵ زرو افغانیو ته راښکته شوې.

ارشیف، وسله وال طالبان بیا دا ردوي چې ګواګې مخابراتي شبکې دې دوی تړلي وي.
ارشیف، وسله وال طالبان بیا دا ردوي چې ګواګې مخابراتي شبکې دې دوی تړلي وي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه په ارزګان ولایت کې د اترا د سیمه ییزې ادارې له مسولینو سره وغږیږي خو دې ادارې وویل چې مرکزي ادارې رسنیو سره له خبرو کولو منع کړي، خو مرکزي ادارې هم د ازادي راډیو پیغامونه او اړیکې ځواب نه کړې.

د ارزګان ولايت مقام وياند احمدشاه ساحل وايي، ټولو خصوصي مخابراتي شبکو ته وسله والو طالبانو ګواښ کړی چې خپل فعاليتونه بند کړي.

هغه وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې خصوصي مخابراتي شرکتونه اړ کړي څو خلکو ته فعالیت پیل کړي.

وسله وال طالبان بیا دا ردوي چې ګواګې مخابراتي شبکې دې دوی تړلي وي.

د دغې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ازادي راډيوته وويل، دوی د خصوصي شرکتونو د فعاليت لپاره ځانګړی کمېسیون لري او هېڅکله عامه خدمتونو ته ستونزې نه جوړوي.

د ارزګان ولایت خلک له دولت او طالبانو غواړي چې دوی دې د سپر په توګه نه کاروي او مخابراتي شبکې دې ورته خلاصې کړي.

XS
SM
MD
LG