د بادغیس مرکز قلعه نو ښار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.
بادغیس کې یوې امنیتي سرچېنې نن (پنجشنبه د چنګاښ په ۱۷ مه) ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو بیا پر قلعه نو ښار بریدونه پیل کړي.
د سرچېنې په خبره، اوس مهال د ولایت، امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت او د ملي اردو درېیمې لوا ودانیو کې نښتې روانې دي.
د دغه ولایت والي حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار لس بجې د قلعه نو ښار پر بېلابېلو سیمو حملې کړي او دا مهال هم نښتې روانې دي.
نوموړي وویل: "نن سهار لس بجې طالبانو او وسله والو مخالفینو له دوه درې اړخونو پر قلعه نو ښار ډله ییزې او پراخې حملې پلان او ترسره کړې، په ځانګړي توګه په دویمې، درېیمې او پنځمې امنیتي حوزو کې چې له همدې سیمو هم ښار ته راننوتلي، خو امنیتي ځواکونه په وخت را ورسېدل، په مخامخ جګړه کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې او ځیني یې د تېښتې په حال کې هم دي."
د بادغیس والي وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو پرله پسې حملې یو څه دفع کړي خو لاهم هڅې روانې دي چې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې کړي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان هم ازادي راډیو ته په یو پیغام کې تایید کړې چې د قوماندانۍ په ودانۍ کې نښتې روانې دي.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي ته وویل چې جګړه دوی نه بلکې د افغان ځواکونو له لوري پیل شوې او دوی هم اړه دي چې له ځانه دفاع وکړي.
قلعه نو ښار کې پرون هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې وې.
له دې سره ملي دفاع وزارت نن یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د کومانډو ځواکونو نور سرتېري هم د بادغېس مرکز قلعه نو ښار ته رسېدلي دي او په دې ښار کې چاڼیز عملیات روان دي.
دفاع وزارت ادعا کوي چې قلعه نو کې ۶۹ تنه طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې لا څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
طالبان داسې مهال د قلعهنور ښار ځینو سیمو ته ننوتي چې دغه ولایت د والي په خبره، د بادغیس ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.