د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

فوټبال؛ راتلونکې یکشنبه د انګلستان او ایټالیا ترمنځ پایلوبه ده


ارشیف، د فوټبال د ایټالیا یو تن لوبغاړی
ارشیف، د فوټبال د ایټالیا یو تن لوبغاړی

د اروپا د فوټبال د اتلوالۍ په دوهمه نیمه پایلوبه کې تېره شپه انګلستان د ډنمارک ملي لوبډلې ته دوه په یو ماتې ورکړه او د دې لوبو پای لوبې ته ووت.

د سې شنبې په ورځ په لومړي سیمي فاینل کې ایټالیا د اسپانیا لوبډلې ته شکست ورکړی و.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې یکشنبې د انګلستان او ایټالیا د لوبډلو ترمنځ پایلوبه وشي.

XS
SM
MD
LG