د اروپا د فوټبال جام سیالیو په ترڅ کې ډنمارک او انګلستان نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) لوبه کوي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ نیمې بجې پیلېږي.
پرون ایټالیا هسپانیا ته ماتې ورکړه او د دې لوبو فاینل ته ووت.
د نننۍ لوبې ګټونکی ټیم به د یکشنبې په ورځ په فاینل لوبه کې له ایټالیا سره مخامخ کېږي.
د اروپا د فوټبال جام دغه لوبې چې د جون په ۱۱مه پیل شوي، تېر کال د کرونا وبا له امله ترسره نه شوې.