د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۲۴

فوټبال؛ د نجونو افغان لوبډله ازبیکستان سره مخ کېږي


د افغان نجونو د فوټبال لوبډله
د افغان نجونو د فوټبال لوبډله

د فوټبال له ۱۷ کلونو د کم عمره نجونو افغان لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) له ازبیکستان سره مخ کېږي.

دا په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې درېیمه او وروستۍ لوبه ده.

د فوټبال فدراسیون د دې سیالیو د ګټلو هیله څرګنده کړې ده.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې لوبډله بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې په روانو سیالیو کې تر دې وړاندې له ایران او تاجیکستان څخه ماتې خوړلې ده.

له ایرانه ٦ د صفر پر وړاندې او له تاجکستانه ۲ د ۵ په مقابل کې ماتې وخوړه.

XS
SM
MD
LG