د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۳

افغان چارواکي: د نجونو د فوټبال لوبډله به تاجیکستان کې ښه وځلیږي


ارشیف، د افغان نجونو د فوټبال لوبډله
ارشیف، د افغان نجونو د فوټبال لوبډله

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال د نجونو له ۱۷کلونو کم عمره لوبډله سبا دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) له تاجیکستاني لوبډلې سره مخ شي.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان تېره شپه له ایران سره لومړۍ لوبه درلوده چې صفر د ٦ پر وړاندې يې ماته وخوړه.

خو نوموړي وویل، هیله مند دی چې افغان لوبډله سبا له تاجیکستاني لوبډلې سره ښه وځلېږي.

د افغانستان لوبډله د تېرې چهارشنبې په ورځ تاجیکستان ته ولاړه، څو د اسیا مرکزي سیالیو کې ګډون وکړي.

د اسیا د ۱۷کلنو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د جون له ۳۰مې د جولای تر نهمې نېټې په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، تاجیکستان، ایران، ازبیکستان او قرغېزستان لوبډلې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG