د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

له پلاستیکي کڅوړو د ګټې نه اخیستو نړیواله ورځ او انساني ژوند ته د خطر ګواښ


آرشیف، په کابل کې یو شمېر هغه ماشومان چې پلاستیکي کڅوړې پلوري
آرشیف، په کابل کې یو شمېر هغه ماشومان چې پلاستیکي کڅوړې پلوري

په داسې حال کې چې نن د جولای درېیمه نېټه د پلاستیکي کڅوړو د نه استفادې نړېواله ورځ ده، د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د پلاستیکي کڅوړو د زیات مصرف له امله د ککړې هوا او د انساني ژوند د خطر له ګواښ سره مخ کوي.

فضل محمد په کابل ښار کې د تازه میوو یو پلورنځی لري چې په ورځني ډول شااوخوا ۱۵۰ پلاستیکي کڅوړو کې پر خلکو میوې پلوري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دا د هغه ورځنی کار دی او د دې ګاونډی هټېوال هم همدا چاره پر مخ وړي: " زه د تازه میوو پلورونکی یم، کله چې میوه پلورم نو خپلو پیرودونکو ته په پلاستیکو کڅوړو کې ورکوم، ځکه بل شی نشته، زما په نظر که کاغذي کڅوړې وي ښه ده."

آرشیف،په کابل کې یو هټیوال خپل توکي په پلاستیکي کڅوړو کې پیریدونکي ته ورکوي.
آرشیف،په کابل کې یو هټیوال خپل توکي په پلاستیکي کڅوړو کې پیریدونکي ته ورکوي.

د جولای درېیمه نېټه (د پلاستیکي کڅوړو د نه استفادې نړېواله ورځ)په داسې حال کې را رسېږي چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د پلاستیکو کڅوړو څخه زیاته استفاده د اندېښنې وړ ښيي.

د دې ادارې د کابل ولایت د چاپیریال ساتنې رییس کاظم همایون وايي، د دې چارې دوام په راتلونکي کې منفي پایلې درلودای شي: " د پلاستیکو توکو له منځه وړل، هغه هم په یوه ځل امکان نه لري، که موږ خپل شااوخوا وګورو نو ۷۰ سلنه د استفادې وړ توکي ټول پلاستیکي دي."

ښاغلی همایون وايي، له پلاستیکو زیاته ګټه اخیستل، د انسانانو او نباتاتو پر وده ناوړه اغېزې کوي ان تر دې چې ونې او بوټي هم وچوي.

د کابل د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس محمد کاظم همایون
د کابل د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس محمد کاظم همایون

په همدې حال کې د کابل ښاروالي وايي، د پلاستیکي کڅوړو او همدا راز د نورو پلاستیکو موادو څخه د استفادې د مخنیوي لپاره هڅې ګړندې شوي دي.

د دې ادارې ویانده سمیرا رسا نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل: " د کابل ښاروالۍ د پلاستیکي کڅوړو د استفادې د مخنیوي لپاره او دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره یو لړ پروګرامونه پیل کړي، همدا راز شااوخوا ۸۱۲ کیلو ګرام ټوټه یې کڅوړې یې هم پر کابل ښاریانو ویشلي، څو د پلاستیکو کڅوړو پرځای د ټوټه يي هغو دود عام شي."

آرشیف
آرشیف

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په ورځني ډول کابل ښار کېله ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ ټنوپورې خځلې راټولېږي چې ډېره برخه یې پلاستیک وي.

که څه هم د کابل ښاروالۍ د دې چارې د کابو کېدو لپاره هڅې روانې کړي، خو اوس هم ګن شمېر افغانان له پلاستیکو ګڅوړو ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG