د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

د اروپا فوټبال؛ چک-ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې سیالۍ ته وځي


د اروپا فوټبال
د اروپا فوټبال

د اروپا د ملتونو جام د فوټبال د نن شپې په سیالیو کې چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.

ګټونکې لوبډلې به د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

اسپانیا او ایټالیا له وړاندې د دې سیالیو نیمه پایلوبو پړاو ته لاره کړې ده، تېره شپه اسپانیا سویزر لینډ ته ماتې ورکړه او ایټالیا بلجیم ته.

لومړۍ لوبه چې د اسپانیا او سویزرلینډ ترمنځ ترسره شوه، د یو-یو ګول په کولو مساوي پایته ورسېده، خو د پننالټي ګولونو په وهلو سره اسپانیا وتوانېده چې دغه لوبه وګټي.

د همدې سیالیو په دوهمه لوبه کې چې د ایټالیا او بلجیم ترمنځ وشوه ایټالیا وتوانېده چې ۲ د یو پر وړاندې بلجیم ته ماتې ورکړي.

د دې سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه به د نیمه پایلوبو پړاو به د روانې اوونۍ سې شنبې په ورځ د اسپانیا او ایټالیا ترمنځ ترسره کېږي او دوهمه نیمه پایلوبه بیا د نن شپې د دوو ګټونکو لوبډلو ترمنځ راتلونکې چهارشنبه ترسره کېږي.

د اروپا د ملتونو جام پایلوبه د جولای په ۱۱مه نېټه د انګلستان په ویمبلي سټډیوم کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG