د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: اروپا کې د کرونا ویروس نوې څپه په راتلو ده


د کرونا ویروس د ازمایښت یو مرکز
د کرونا ویروس د ازمایښت یو مرکز

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا کې د کرونا ویروس نوې څپه په راتلو ده.

د کرونا د ډېلټا بڼه د روسیې په شمول په څو هېوادونو کې ډېره ثبت شوې ده.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر هانس کلوګ نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په ټوله اروپا کې په نویو پېښو کې د ۱۰ اوونیو کمښت پای ته رسېدلی.

هغه زیاته کړه که چېرې اروپایان غواړي د ویروس د ګړندي خپرېدو مخنیوی وکړي، باید مقررات رعایت کړي.

د کرونا ویروس د نویو پېښو شمېر تېره اوونۍ وروسته له هغه ۱۰ سلنه لوړ شو چې بندیزونه لیرې شول او خلکو یو وار بیا سفرونه او غونډې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG