د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

کرکټ؛ فضلي: لوبډلمشرۍته د نجیب‌الله او رحمن‌الله پرسر خبرې روانې دي


نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګُرب
نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګُرب

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولې په چارو کي د دولت وزارت سلاکار عزیز‌الله فضلي په خپل فیسبوک پاڼه کې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) لیکلي چې د شل اوورېزو سیالیو لپاره د لوبډلمشر پر ټاکل کېدو د نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګُربز پرسر خبرې روانې دي.

عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې دا هم ویلي چې اوسني شرایطو ته په کتو نجیب‌الله ځدران تر ټولو لوبغاړو وړ کس دی، څو د شل اوورېزو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره لوبډلمشر وټاکل شي.

خو ښاغلي فضلي دا نه دي ویلي چې دا معلومات یې له کومه کړي او نه هم کرکټ بورډ داسې یو څه تایید کړي دي.

افغان لوبډله اوس مهال د شل اوورونو لپاره لوبډلمشر نه لري.

له دې وړاندې اضغر افغان په شل اوورونو، ون ډی او ټېسټ سیالیو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وو خو څه موده وړاندې افغان کرکټ بورډ اضغر افغان د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لپاره د اضغر افغان پر ځای حشمت الله شاهدي وټاکه، خو د شل اوورونو سیالیو لپاره لا هم لوبډلشمر نه دی ټاکل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله به په نږدې راتلونکې کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې ولري.

د شل اوورونو نړیوال جام هم د روان کال په اکټوبر میاشت کې پلان شوی دی. دا سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

افغانستان له هندوستان، انګلېنډ او سویلي افریقا سره په بي ګروپ کې ځای لري.

د شل اوورونو په نړیوالو سیالیو کې دا ځل دولس لوبډلې برخه لري چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې لا له وړاندې ټاکل شوي او څلور نورې به د دې سیالیو له لومړي پړاو نه چې د عمان په کوربه توب له نړیوال جام سیالیو نه مخکې ترسره کېږي راځي.

XS
SM
MD
LG