د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د فوټبال ۲ افغانې لوبڅارانې د مرکزي اسیا سیالیو کې لوبڅاري کوي


د مرکزي اسیا سیالیو کې د لوبڅارنې په موخه یو لوبڅار او مرستیال لوبڅار تاجیکستان ته لاړل
د مرکزي اسیا سیالیو کې د لوبڅارنې په موخه یو لوبڅار او مرستیال لوبڅار تاجیکستان ته لاړل

د فوټبال دوه افغانې لوبڅارانې د مرکزي اسیا د نجونو د فوټبال په سیالیو کې لوبڅاري کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دوه افغانې لوبڅارانې فرحناز جلالي او سونیا نوري په همدې هدف نن تاجیکستان ته ولاړې.

د دې فدراسیون ویاند فیروز معشوف نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل، فرحناز جلالي د لوبغالي د منځنې لوبڅارې او سونیا نوري د مرستیال لوبڅارې په توګه د مرکزي اسیا تر ۱۷ کلنو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې د لوبڅارۍ په موخه تاجیکستان ته بلل شوې وې.

ښاغلی معشوف وايي، دغه ګام د افغانستان د فوټبال لوبڅارانو د ظرفیت لوړونې په هدف ترسره کېږي.

دا سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او نهه ورځې دوام کوي.

په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګډون د ایران، قرغزستان، ازبېکستان او تاجیکستان لوبډلو برخه اخېستې ده.

XS
SM
MD
LG