د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د کرونا درېیمه څپه؛ دې وروستیو کې یې ځوان قشر ارمانجن ګور ته ښکته کړل


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې زیات خلک باور لري چې کرونا ویروس د ځوانانو پرتله د پاخه عمر لرونکو کسانو ژوند ډېر ګواښي، خو په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې وروستیو شمېرو ته په کتو ښایي د ځوان قشر دا محاسبه غلته ثابته شي.

ښایي دا شپې، ورځې په افغاني ټولنه کې اکثره کورنۍ دردونکې کیسې ولري.

د کرونا وژونکي ناروغۍ درېیمې څپې په دې هېواد کې نږدې هره کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ّځپلې ده.

دې ویروس له ډېری کورنیو د سر سیورۍ او د دعاګانو څلي واخیستل او دا لړۍ لاهم په تېزۍ سره روانه ده.

۳۲ کلن ډاکټر ایمل چې د طب پوهنځي د پنځم کال محصل و، څو ورځې وړاندې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ومړ.

افغانستان کې کرونا له ډیري کورنیو د سرسیوري واخیستل
افغانستان کې کرونا له ډیري کورنیو د سرسیوري واخیستل

د کورنۍ غړي یې وایي، تازه یې خپلې ټولګیوالې سره په مینه کوژده کړې وه او نیت یې دا و چې له لوی اختر وروسته واده وکړي، خو کرونا ارمانجن قبر ته ښکته کړ.

غورځنګ سیال یې د کورنۍ نږدې غړی دی، وایي وړاندې یې هېڅ ډول ناروغي نه درلوده او په دې باور وو چې ځوان دی ښایي کرونا ورته جدي ستونزه پېښه نه کړي.

ښاغلي سیال وایي، لا هم ډېر شمېر افغان کورنۍ له دې ویروس سره جدي چلند نه کوي او ښایي دا لامل شي چې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راشی.

سیال زیاته کړه: "زما غوښتنه به دا وي چې باید ټول افغانان کرونا جدي وګڼي او کمزوری عمل ورسره ونه کړي، باید داسې عمل ونه شي چې سبا بیا پښېمانه یاست او هېڅ ګټه ونه لري، ښایي موږ هم اوس پښېمانه اووسو، خو هېڅ مو لاس ته نه راځي، موږ یو ځوان، یو ډاکټر چې ډېر زیات ارمانونه یې درلودل له لاسه ورکړ اوس یې هم نه شو منلای چې ډاکتر مړ دی، خو دا رښتیا دي او هغه نور له موږ سره نشته."

په افغانستان کې ډېری خلک باور لري چې کرونا ویروس په ځوانانو ډېر اثر نه لري، خو د ډاکټر ایمل مړینه ښایي د دوی دا باور ناسم ثابت کړي.

روغتیا پالان وایي، د هر عمر لرونکو کسانو ته له کرونا د ځان ساتنې لپاره د روغتیایي سپارښتنو عملي کول اړین دي.

په افغانستان کې ډېری خلک باور لري چې کرونا ویروس په ځوانانو ډېر اثر نه لر
په افغانستان کې ډېری خلک باور لري چې کرونا ویروس په ځوانانو ډېر اثر نه لر

د ننګرهار د طب پوهنځي استاد او د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عامر رضا وايي: "زموږ زیات شمېر هېوادوال په ځانګړي ډول ځوانان فکر کوي چې کرونا ورته ستونزې نه شي جوړولای، خو په وروستیو واقعاتو کې يې له پاخه عمر لرونکو کسانو نه د ځوانان ژوند ډېر وګواښه او ډېر ترې مړه شول چې دا ځوانانو ته د خطر یو زنګ دی، باید ټول یو ډول روغتیایي سپارښتنې عملي کړو."

دی وایي، د کرونا له امله د مړو او مثبتو پېښو وروستیو شمېرو ته په کتو ویلی شو شي چې دا ویروس لا هم د افغانانو ژوند ګواښي او باید ټول خلک په کور پاتې شي چې روغ پاتې شي.

نوموړی وايي، له روحي اړخه باید خلک ونه ویریږي، خو بې پروایي یې هم ښایي د مرګ کندې ته ټیل وهي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ خبرداری ورکړی و چې راروانې درې یا څلور نورې اوونۍبه هم د کرونا وبروس له اړخه خطرناکې وي، خو وروسته ښایي کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېر پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۹۱ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او په همدې موده کې۱۵۵۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د دې وبا له امله د مړو شمېر۴۹۶۲ او د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۰۲۱۶ ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د امریکا د پراختیایي ادارې یا 'یو.اېس.اې. ای. ډي' له خوا د کووېډ- ۱۹ ناروغانو د درملنې په برخه کې د يو شمېر وسایلو مرسته شوې ده.

دې ادارې پر خپل رسمي ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان له اتلس روغتونونو سره د وینټلایټورونو او دغه نورو وسایلو مرسته وشوه، خو د دې لپاره چې دغو وسایلو ته د خلکو اړتیا پېښه نه شي روغتیا پالان په ټینګار سره، د روغتيايي سپارښتنو په عملي کولو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG