د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۹

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ابوظهبۍ ته ورسېد؛ النهیان: لَپید تاریخ جوړ کړ

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لَپید
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لَپید

د متحده عرب اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ، د اول وار لپاره د اسرائیل د یوه تر ټولو لوړ رتبه ډیپلومات کوربنه ده.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لَپید (Yair Lapid) پرون سې شنبه) د چنګاښ ۸مه) متحده عرب اماراتو ته لاړ چې له خپل سیال عبدالله بن زید النهیان سره وګوري.

النهیان د لپید د هرکلي پر مهال وویل چې دی متحده عرب اماراتو ته په خپل تګ سره تاریخ جوړوونکی شو.

بل خوا د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لپید پرون په متحده عرب اماراتو کې د اسرائیل د سفارت تر پرانیستو وروسته وویل: "اسرائیل له خپلو ټولو ګاونډیانو سره سوله غواړي. موږ بل ځای نه ځو، منځنی ختیځ زموږ کور دی، موږ دلته د استوګنې په نیت حضور لرو. د سیمې له ټولو هېوادونو غواړو چې دا موضوع درک کړي او خبرې راسره وکړي."

لپید عرب اماراتو کې د اسرائیل د سفارت تر پرانیستو وروسته وویل: اسرائیل له خپلو ټولو ګاونډیانو سره سوله غواړي
لپید عرب اماراتو کې د اسرائیل د سفارت تر پرانیستو وروسته وویل: اسرائیل له خپلو ټولو ګاونډیانو سره سوله غواړي

تمه کېږي، دواړه لوړ رتبه ډیپلوماتان، تر ډېره د سیمې پر وضعیت له دې جملې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

متحده عرب اماراتو او اسرائیل دواړو ایران د سیمې لپاره تر ټولو لوی خطر بللی دی.

د امریکا متحدو ایالاتونو چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر مهال د اسرائیل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د اړیکو د نږدې کولو هڅه کړې وه، اوس یې د دواړو وزیرانو د کتنې هرکلی کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د وزیرانو پرونۍ کتنه د اسرائیل، متحده عرب اماراتو او سیمې لپاره مهمه بللې ده.

بلېنکن د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، له دواړو هېوادونو سره له نږدې کار کوي چې دوی په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

انتوني بلېنکن، د وزیرانو کتنه د اسرائیل، متحده عرب اماراتو او سیمې لپاره مهمه بللې.
انتوني بلېنکن، د وزیرانو کتنه د اسرائیل، متحده عرب اماراتو او سیمې لپاره مهمه بللې.

نهه میاشتې مخکې د متحده عرب اماراتو او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تر پرېکړې وروسته، دواړو د یو بل په هېوادونو کې د سفارتونو د پرانېستلو اقدام وکړ.

په تېرو دوو لسیزو کې له اسرائیل سره د کوم عربي هېواد د اړیکو عادي کېدل کومه مخینه نه لري.

تردې مخکې مصر په ۱۹۷۹ او اردن په ۱۹۹۴م کال کې له اسرائیل سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG