د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

امریکا افغانستان سره د کرونا ضد واکسین ۳ میلیونه ډوزه مرسته کوي


د جانسن اېنډ جانسن واکسین
د جانسن اېنډ جانسن واکسین

سپینه ماڼۍ وايي، د جانسن اېنډ جانسن شرکت له خوا د کرونا ضد تولید شوي واکسین درې میلیونه ډوزه افغانستان ته د مرستې په ډول ورکول کېږي.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاند کارین جین پېیر برون وویل، دغه واکسینونه به تر را راوانې اوونۍ افغانستان ته ولېږدول شي.

ویل شوي چې د امریکا د متحد ایالاتونه به له افغانستان سره د نورو طبي وسایلو مرسته هم وکړي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه ډېره خپره شوې چې په دې ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر هم ورسره زیات شوی دی.

روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په دې ویروس د ۱۹۶۷ کسانو اخته کېدل او ۶۳ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

په ټوله کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو لک او یوولسو زرو او د مړینو شمېر تر څلورو زرو او پنځه سوو زیات ښوول کېږي.

اټکل دا دی چې واقعي شمېر ښايي خورا زیات وي.

XS
SM
MD
LG