د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د تور سمندرګي پېښه؛ بریتانیا: روسیې سره د کریمیا الحاق په رسمیت نه پېژنو


د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن په تور سمندرګي کې له وړمه ورځنۍ پېښې یوه ورځ وروسته یوځل بیا ټینګار کړی چې له روسیې سره د کریمیا د ټاپو وزمې الحاق په رسمیت نه پېژني او وايي، د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو کښتۍ له اوکراینه ګرجستان ته په تر ټولو لنډه لاره روانه وه.

کرملېن ادعا کړې ده چې د روسیې پوځي کښتیو د چهارشنبې په ورځ د کریمیا سویستوپول ښار ته نژدې په تور سمندرګي کې د اېچ.اېم.اېس HMS Defender په نوم د بریتانوۍ کښتۍ لوري ته د خبرداري ډزې وکړې او یوې پوځي الوتکې یې د حرکت پر لاره څو بمونه وغورځول، څو له دې سیمې څخه یې راوګرځوي.

تورسمندرګي کې د اېچ ام اېس کښتۍ
تورسمندرګي کې د اېچ ام اېس کښتۍ

ښاغلي جانسن پرون پنجشنبه د جون په ۲۴مه د همپشایر په یوه پوځي اډه کې د وینا پر مهال د تور سمندرګي دا سیمه د اوکراین د قلمرو برخه وبلله.

جانسن زیاته کړه: "فکر کوم دا بیخي پرځای کار و چې له نړیوالو اوبو کار واخلو. خو په هرحال تر هرڅه مهمه دا ده چې موږ له روسیې سره د کریمیا الحاق په رسمیت نه پېژنو. دا سیمه د اوکراین د ارضي تمامیت یوه برخه ده. دا سمه ده چې قانون باید عملي شي او د دوو ټکو ترمنځ په ترټولو لنډه لاره کې د کښتیو د تګ راتګ ازادي خوندي وي. موږ همدا کار وکړ."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې په مسکو کې د بریتانیا سفیره ديبرا برونر یې احضار کړې او په یوه لنډ بیان کې یې خبرداری ورکړی چې د دې ډول پېښو د تکرار په صورت کې د ناوړه عواقبو مسوولیت به د بریتانیا په غاړه وي.

روسیې په مسکو کې د بریتانیا سفیره ديبرا برونر احضار کړې
روسیې په مسکو کې د بریتانیا سفیره ديبرا برونر احضار کړې

د بریتانیا دفاع وزارت دا خبره چې ګنې پر کښتۍ یې ډزې شوې رد کړې او وايي، د روسیې د پوځ توپچي ځواک، د مخکې اعلان شوېو تطبیقاتو په حال کې و.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم ټینګار کړی چې HMS Defender کښتۍ د اوکراین له اوبو د تېرېدو په حال کې وه او ډزې نه دي پرې شوي. ښاغلي راب سنګاپور ته د سفر پر مهال وویل چې دا کار نړیوالو قوانینو ته په پام سره شوی او د روسیې تعبیر ناسم دی.

په اوکراین کې د خلکو د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې د روس پلوي ولسمشر ویکتور یانوکوویچ له لېرې کېدو وروسته روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې د یوې ټول پوښتنې په نتیجه کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره الحاق کړه.

د نړۍ لږ تر لږه سلو هېوادونو دا ټولپوښتنه او کریمیا ته د روسي ځواکونو استول غیرقانوني بللي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG