د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۹

د پاکستان کرکټ پخوانی ستوری او مبصر: افغان لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا
د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په سپټمبر کې درې یو ورځنۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.

رامیز راجا نن په یوه وېډیو کې چې د یوټیوب له لارې یې خپره کړې ده ویلي، دا به حیرانوونکې نه‌وي چې افغانستان چې د کرکټ سابقه‌یې ډېره کمه ده، د پاکستان په شان لوبډلې ته چې اوږده سابقه او تجربه لري، ماتې ورکړي.

په وروستیو کې د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ډېر ځلېدلي دي.

رامیز راجا وايي چې پاکستانیانو د حضرت‌الله ځاځي په شان د افغانستان ځیني نور تکړه لوبغاړي لا لیدلي نه‌دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG