د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

فوټبال؛ ډنمارک، اتریش او بلجیم د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل


د ډنمارک د فوټبال لوبډله
د ډنمارک د فوټبال لوبډله

د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې د دوشنبې په ماښام څلور لوبې وشوې. بلجیم دوه صفر فنلنډ مات کړ.

هالنډ په درېیو ګولونو شمالي مقدونیه ماته کړه، اتریش یو سفر اوکراین له مخې لېرې کړ او ډنمارک روسیې ته څلور د یو په مقابل کې ماته ورکړه.

د نن شپې په لوبو سره ډنمارک، اتریش او بلجیم د پري کوارټر فاینل یا د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل.

د ایټالیا،وېلز او هالنډ ټیمونه لا وختي دې پړاو ته لار موندلې.

د اروپا د فوټبال جام سیالۍ د جون په ۱۱مه پيل شوي او د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG