د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم کپټان د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو


د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کپټان فرشاد نور
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کپټان فرشاد نور

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کپټان فرشاد نور د یوه کال قرارداد له مخې د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د فېس‌بوک پاڼې له مخې نور به له دغه ټیم سره د بحرین د غوره لیګونو په سیالیو کې برخه اخلي.

نوموړی د افغانستان او هند ټیمونو ترمنځ وروستۍ برخلیک ټاکونکې لوبه کې ټپي شوی و.

افغانستان دغه لوبه له هند سره مساوي کړه او د اسیایي جام لوبو بل دور ته‌یې لاره وموندله.

XS
SM
MD
LG