د تکواندو یو افغان لوبغاړی د لومړي ځل لپاره د اسیا اتل شو.
د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسوول زبیح الله شهزاد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې محسن رضایي دغه راز د دغو سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه .
دغه افغان ورزشکار د ۵۸ کیلو ګرام وزن کې د کویټ، ټایوان، پاکستان او جنوبي کوریا سیالانو ته ماتې ورکړه .
دغه سیالۍ د ٢١ هېوادونو د ۱۸۹ تنو ورزشکارانو په ګډون د لبنان په بیروت ښار کې ترسره شوې .
دا لومړی ځل دی چې د تکواندو یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د اتلوالۍ مقام ګټي .