د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

دفاع وزیر، د کورنیو چارو سرپرست او د افغانستان لوی درستیز له دندو ګوښه شول


(له ښي نه چپې خوا) د دفاع پخوانی وزیر اسدالله خالد ،پخوانی لوی درستیز یاسین ضیا او د افغانسان د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست حیات الله حیات
(له ښي نه چپې خوا) د دفاع پخوانی وزیر اسدالله خالد ،پخوانی لوی درستیز یاسین ضیا او د افغانسان د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست حیات الله حیات

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د څو ولسوالیو پرله پسې سقوط، جمهور رییس دې ته اړ کړ چې د دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات او لوی درستیز یاسین ضیا له دندو ګوښه کړي.

‎د محمد اشرف غني د حکم له مخې، بسم الله محمدي د دفاع وزارت او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت سرپرستان ګمارل شوي دي.

‎له دې سره ملي ټلوېزیون خبر ورکړی چې ولي محمد احمدزی د یاسین ضیا پر ځای د لوی درستیز په توګه ګمارل شوی دی.

‎دا بدلونونه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو اونیو کې څو ولسوالۍ په پرله پسې ډول د طالبانو لاس ته وراغلي او د افغان ځواکونو د تلفاتو او ان له طالبانو سره د ځینو امنیتي ځواکونو د یو ځای کېدو راپورونه خپرېږي.

‎له دې سره په ملي شورا کې د هلمند ولایت ځینو استازو او د دغه ولایت ځوانانو د شنبې (د غبرګولي ۲۹مه) په ورځ د 'هلمند وژغورئ'په نوم ناسته کې وویل چې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ سقوط دوی سخت اندېښمن کړي دي.

‎د ولسي جرګې منشي او د هلمند ولایت استازي کریم اتل وویل، د پوځي تجهیزاتو د نه رسېدلو او غیر مسلکي ګمارنو له امله په هلمند او نورو ولایتونو کې دا حالت رامنځته شوی دی.

دی وايي: "مرکزي حکومت د پوځي افرادو په ګمارنو کې ناغېړي کوي، بې تجربې خلک ګماري، له دې سره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم پر وخت تجهیزات نه رسېږي، له همدې امله هلمند او ځیني نور ولایتونه له سقوط سره مخ شوي دي."

په ورته وخت کې په هلمند کې سیاسي فعال میرزا محمد حقپرست وايي چې دا مهال د دغه ولایت مرکز لښکرګاه له جدي ګواښ سره مخ ده او باید ډېر ځواکونه هلته واستول شي.

په هلمند کې سیاسي فعال میرزا محمد حقپرست
په هلمند کې سیاسي فعال میرزا محمد حقپرست

دی وايي: "په حکومت یې غږ وکړ چې باید څومره ژر چې کېږي د هلمند د امنیت په اړه لاس په کار شي او اجازه ورنه کړي چې دغه ولایت د طالبانو په لاس سقوط شي. د هلمند سقوط به دولت او ګاونډو ولایتونو ته یې جدي چلنج وي."

تازه داسې راپورنه خپاره شوي چې د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ، د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش او د سمنګان ولایت د دره صوف پایان ولسوالیو مرکزونه هم د طالبانو په لاس سقوط شوي دي.

مخکې تر دې د زابل ولایت د شینکۍ، د بغلان ولایت د دهنه غوري د فراه ولایت د اناردرې او پشت کوه او د لغمان ولایت د دولت شاه او یو شمېر نورو ولسوالیو مرکزونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي وو.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په هغه ویډيوي پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر هغه سیمې ونیسي چې طالبانو خپلې کړي دي.

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال

دی وايي: "له بده مرغه نن د ناامنیو او تاوتریخوالي کچه پراخه شوې، خو وضعیت به دغه شان دوام ونه کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مشخص پروګرامونه لري، کوم ځایونه چې طالبانو نیولي او ترهګر فعالیتونه په کې ترسره کوي ځواکونه به یې بېرته ونیسي."

په ورته وخت کې طالبانو ادعا کړې چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم د ځینو ولسوالیو مرکزونه نیولي دي او یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونه له وسلو او مهماتو سره له دوی سره یو ځای شوي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې یو شمېر ولسوالیو او نظامي مرکزونو نه تاکتیکي شا تک شوی او ډېر ژر به دا سیمې بېرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG