د اروپا د ملتونو فوټپال جام یا «یورو ۲۰۲۰» د سیالیو په لړ کې نن چک جمهوریت د کروېشیا او انګلستان د سکاټلنډ په وړاندې د فوټبال مسابقه کوي.
سویډن او سلواکیا هم په خپلو کې مسابقه لري.
د دغو مسابقو په لړ کې تېره شپه بلجیم ډنمارک ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه، اوکراین هم په همدې نتیجه د شمالي مقدونیا په وړاندې بریا خپله کړه، هالنډ بیا اتریش ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
د اروپا د اتلولیو جام مسابقې چې په پام کې وه تېر میلادي کال وشي، خو د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې.