د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

ډاکتران: د نشه‌يي موادو خرڅوونکي معتادین درملنې ته نه‌پرېږدي


ارشیف، فراه کې یو شمېر معتادین
ارشیف، فراه کې یو شمېر معتادین

افغانستان کې د معتادینو د درملنې ډاکتران وايي چې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي د خپلو منفي تبلیغاتو له لارې معتادين نه‌پرېږدي چې په روغتيايي مرکزونو کې ځانونه بستر کړي او علاج‌يې وشي.

دوی وايي چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي معتادینو ته وايي، که ځانونه بستر کړئ، نو په مرکزونو کې به ووهل شئ او ان دا چې د مرګ له ګواښ سره به مخ شئ.

معتادین هم دا مني چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي دوی خپل مريان ګڼي او برمته کړي یې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې د معتادینو د ډېرېدو اصلي لامل نشه‌يي موادو ته اسانه لاسرسی او د نشه‌يي موادو د خرڅوونکو له‌خوا نشې ته د ځوانانو هڅول دي.

معتادین بیا وايي چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي لومړی ځوانانو ته وړیا نشه‌یي مواد ورکوي، کله چې ځوانان معتاد شول، بیا یې تهدیدوي او د درملنې مخنیوی یې کوي.

خو عبدالخلیل او عبدالباسط دوه داسې معتادین دي چې د نشه‌يي موادو د خرڅوونکو پر ناوړو تبلیغاتو سربېره‌یې بیا هم ځانونه بستر کړي دي. دوی وايي چې د نشه‌يي موادو مافیا معتادین درملنې ته نه‌پرېږدي.

ارشیف، د افغانستان نیمروز ولایت کې په نشه‌یي موادو اخته معتادین
ارشیف، د افغانستان نیمروز ولایت کې په نشه‌یي موادو اخته معتادین

دوی وايي: "د نشه‌يي موادو پرچون خرڅوونکي موږ ته وايي چې که نشه پرېږدئ مړه به شئ. دوی اوبه خړوي او کبان په‌کې نیسي. دوی هڅه کوي چې له دې لارې پیسې ترلاسه او له موږ څخه ګټه واخلي. دوی له موږ څخه مريان جوړ کړي دي، موږ مجبوره یو چې ټول کال بوتلونه راټول او بیا یې پیسې دې ناځوانو ته ورکړو. دا ناځوانه دروغ وايي، دوی زموږ غمخوار نه، بلکې د مرګ سوداګر دي."

"ساقي تل هڅه کوي چې پر موږ نشه‌يي مواد خرڅ کړي، د دوی تبلیغات سړی نشه‌يي موادو ته هڅوي، ساقیان تل موږ ته وايي چې نشه مه‌پرېږدئ، ځکه چې تاسې په همدې ژوندي یاست. نشه تاسې ته غیرت درکوي. دا د نشه‌يي موادو د مافیايي ډلو کار دی."

په دې وروستیو دوو کلونو کې د معتادینو د راټولېدو پر ځایونو سربېره په ولایتونو کې د سړکونو پر غاړو او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې سترې ساقي‌خانې جوړې شوې چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي له دې لارې په معتادینو کې د نشه‌يي موادو تازه ډولونه، په ځانګړي ډول کېمیاوي نشه‌يي مواد ترویجوي.

ارواپوه ډاکتر مطیع‌الله وزیري وايي، د معتادینو د درملنې پر مهال‌یې موندلې چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي د معتادینو د غولولو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، له دې لارې یې دوی ته د درملنې مرکزونه تر زندانونو خطرناک معرفي کړی دی.

ارشیف، هرات کې د ښځینه معتادینو د درملنې یو مرکز
ارشیف، هرات کې د ښځینه معتادینو د درملنې یو مرکز

ښاغلی وزیري زیاتوي: "د نشه‌يي موادو مافیا نه‌غواړي چې معتادین دې جوړ شي، دوی یې په خپلو منفي تبلیغاتو د بستري کېدو مخه نیسي او د درملنې انګېزه ترې اخلي. د بېلګې په ډول معتادینو ته وايي چې د وینې له بدلولو پرته درملنه امکان نه‌لري. په داسې حال کې چې د اعتیاد درملنه یوه رواني درملنه ده چې د انسان په روان پورې اړه لري، نه په وینه پورې."

د معتادینو د درملنې د مرکزونو چارواکي بیا د نشه‌يي موادو مافیا یوه پراخه شبکه بولي، دوی زیاتوي چې کله د عامې روغتیا وزارت معتادین راټولوي، دا شبکه‌یې وار دمخه معتادين په خپلو موټرو کې خوندي ځایونو ته انتقالوي، مافیا نه‌غواړي چې خپل مشتریان له لاسه ورکړي.

ډاکتر فرید بزګر وايي چې مافیايي شبکې دومره پراخې ریښې لري چې په ځینو سیمو کې ان دا چې د معتادینو د مرکزونو جوړېدلو مخه هم نیسي.

دی وايي: "موږ خپله له دغه ډول ستونزې سره مخ شوي یو، یوځای مو د درملنې مرکز ته کور کرایه کړ، ګاونډیان راباندې راټول شول او موږ یې له هغه ځای څخه وشړلو. وروسته خبر شوو چې دې کار ته د نشه‌يي موادو مافیا هڅولي وو. که څه هم مافیا د نشه‌يي موادو د ترویج لپاره تبلیغات کوي، خو بیا هم که څوک نشه پرېږدي، هغه جوړېدلای شي. معتاد تېر ايستل سخت کار دی، ځکه هغه کلونه کلونه نشه کړې او د اعتیاد متخصص دی، هغه پوهېږي چې څوک‌یې غولوي، څوک استفاده ترې کوي او د درملنې مرکزونه په تداوي کې څومره مؤثر دي؟"

د معتادینو د ټولولو او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لېږدولو لړۍ
د معتادینو د ټولولو او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لېږدولو لړۍ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کال څه د پاسه ۸۰ مرکزونو کې ۴۰ زره کسان تداوي کوي، خو نشه‌يي موادو ته اسانه لاسرسی او نشو ته د خلکو هڅول هغه لاملونه دي چې په سلو کې ۶۰ معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کړي.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG