د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۴

د افغانستان او هندوستان د فوټبال سیالۍ؛ یو د یو پر وړاندې مساوي شوه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

تېره شپه د افغانستان او هندوستان د فوټبال ملي لوبډلو مسابقه یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

دغه مسابقه د قطر د پلازمېنې دوحې په جاسم بن حمدسټوډیوم کې وشوه.

افغانستان په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲میلادي کال نړیوال جام او په ۲۰۲۳میلادي کال کې د اسیایي هېوادونو جام ته د لار موندنې لپاره یو وار په ۲۰۱۹میلادي کال کې د بنګله دېش په وړاندې مسابقه ګټلې ده.

درې وارې یې مسابقې مساوي شوي او څلور وارې یې لوبې بایللي دي.

XS
SM
MD
LG