د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د پاکستان په کرکټ سوپرلیګ کې نجیب ځدران ښه ځلیدلی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغان لوبغاړی نجیب ځدران د پاکستان په کرکټ سوپرلیګ کې خورا ښه ځلیدلی. ځدراڼ پرون دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه) په ۴۲ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

یاده لوبه کې لومړی توپوهنه کراچي کېنګز لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

کله چې اسلام اباد یونایټېډ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۴ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۸ ویکټو کراچي کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG