د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د کونړ هغه ولسوالۍ چې لا هم ودانۍ نه لري


د کونړ ولایت د شلتن د ولسوالۍ ودانۍ
د کونړ ولایت د شلتن د ولسوالۍ ودانۍ

په کونړ کې یوازينۍ هغه ولسوالۍ چې لا هم ودانۍ نه لري، مسوولین او مامورین يي کنډوالې ته ورته کرایه کور کې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

د یادې ولسوالۍ د مسوولینو په خبره چې باران کې د کوټو چتونه څاڅي او ډېری وختونه يې اسناد لمدیږي او هره شېبه يې د کوټو راپریوتو وېره وي.

دوی وايي، څوک چې د خپلو ستونزو د هواري او یا نورو کارونو لپاره ولسوالۍ ته راځي، هغوی هم د ناستې لپاره مناسب ځای نه لري.

د شلتن ولسوال او مامورین له مراجعینو زیاتو ستونزو سره مخ دي
د شلتن ولسوال او مامورین له مراجعینو زیاتو ستونزو سره مخ دي

محمد یوسف د یادې ولسوالۍ له چوګامه راغلی وايي: "موږ د دومره ستونزو سره مخ یو چې کله مو ولسوال صیب را وغواړي، په ځمکه ناست یو، څوکۍ نشته. یو چوپال دی ولسوال صیب يې یو سر کې ناست وي موږ يې بل سر کې. بارانونه پرې کېږي، کوټې او چوپال راڅاڅي، داسې راته ښکاري چې موږ به د افغانستان نه یو. که موږ افغانانو کې شمېري نو ولسوالۍ ته دې د ابادۍ په چارو کې پام وکړي."

د شلتن ولسوال او مامورین له مراجعینو زیاتو ستونزو سره مخ دي. د مسوولینو په وینا یې په یوه خونه کې نهه مامورین کار کوي. دوی که له یوې خوا د بارنونو پر مهال خطر سره مخ دي، نو بل خوا د پاکستانيو ځواکونو د توپونو ګولۍ هم څو ځله ولسوالۍ سره نږدې لګیدلي دي.

دوی وايي، داسې نه چې د توپ کومه ګولۍ په کوټه برابره شي نو د مراجعینو سره به دوی هم یوځای په کې له منځه لاړ شي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال حاجي عجب خان وايي: "دا یو شخصي کور دی، موږ په کرايه نیولی دی. نه پوهېږو چې ولې تعمیر نه جوړیږي. په یوه کوټه کې زموږ نهه مامورین کار کوي. که یوه مرمۍ په یوه کوټه ولګيږي، نو د مراجعینو سربېره په کې زموږ نهو مامورینو ته زیان رسیږي. دا د ودانۍ نشتوالي وجه ده. په باران کې هم د کوټو راپریوتو وېره راسره وي. نه په جګړه کې خوندي یو او نه هم په باران کې."

د شلتن ولسوالۍ ولسوال حاجي عجب خان
د شلتن ولسوالۍ ولسوال حاجي عجب خان

د ولسوال په خبره چې د ودانۍ د جوړولو لپاره يې ولایت مقام ته ډېرغوښتن لیکونه لېږلي، هغوی ورته هر ځل وايي چې د شلتن ولسوالۍ اداري کمپلېکس په پلان کې نیول شوی، خو لايي د عملي کار درک نه لګېږي.

د شلتن اوسیدونکي او ولسوال يې له ولایتي ادارې په دې ګېله من دي چې تر اوسه په یاده ولسوالۍ کې نه د کوم ښونځي ته ودانۍ جوړه شوې، نه کوم متر سرک قیر شوی او نه هم د رغونې او بیارغونې کوم بل کار شوی.

د کونړ چارواکي وايي، شلتن پخوا د شیګل ولسوالۍ برخه وه او دا پنځه کال کېږي چې ولسوالې شوې ده . دوی هم په خپل وار د یادې ولسوالۍ لپاره د مجهز تعمیر جوړولو وړاندیزونه کړي دي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل:"موږ مرکز ته د شلتن ولسوالۍ د کمپلېکس په اړه مکتوبونه ليږلي، هغوی هم په خپل پلان کې نیولي ده. د ځمکې تدارک لپاره هم پلاوي تللي او یوه ساحه هم پیدا شوې ده. موږ هیله من یو چې یادې ولسوالۍ ته کمپلیکس جوړ شي."

د کونړ والي محمد اقبال سعید
د کونړ والي محمد اقبال سعید

د کونړ شلتن ولسوالۍ ډیورند کرښې ته څېرمه پرته ده.

له ۲۰۱۰ زیږدیز کال د پاکستانیو ځواکونو د توپچي او نورو وسلو بریدونو لاندې ده چې له امله يي په لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼو خلکو خپلې مېنې پرې ايښې دي چې نن سبا په سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې تېروي.

افغان حکومت په ځلونو له پاکستانه وغوښتل چې د کونړ پر خاوره دې توپچي بریدونه بند کړي، خو پاکستان له دغه ډول بریدونو انکار کړی او لا هم د یاد هېواد پوځیان د شلتن په ګډون د کونړ په یو شمېر سېمو ډزې کېږي چې ورسره د خلکو ارام ژوند نا ارامه شوی دی او کیدای شي هلته د ابادۍ چارو ځنډ یو علت هم دغه بریدونه وي.

XS
SM
MD
LG