د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ خلک: له یوه کال نه زیات شو چې غږ مو څوک نه اوري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له یو کال زیاته موده کېږي چې نورستانیان د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د خلکو او مسوولینو په خبره چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم نه دي حل شوي، د عامې روغتیا وزارت ورسره بې شمېره ژمنې کړې خو لا يې یوه هم نه ده پوره شوې.

۲۸ کلن کریم شاه د نورګرام ولسوالۍ د شام درې اوسیدونکی دی،۶۰ کلن پلار يې د سېنه بغل په ناروغۍ اخته دی وايي، سهار څلور بجې له خپل کلي را روان شوی، نهه بجې روغتیايي مرکز ته را ورسېدل، خو دلته نه درمل شته او نه هم نورې اسانتیاوې.

نوموړی وايي: "زما پلار ډېر زیات ناروغ دی، ما د دواب کلنیک ته راوړ، ډاکتران او صحي پرسونل نه و. زما وس نشته چې زه خپل ناروغ لغمان ته ولېږم. لاره کې امنیتي ستونزې شته او اقتصادي مشکلات مې هم ډېر دي. زما له مرکزي حکومته هېله ده چې د صحي پرسونل معاشونه او درمل روغتیايي مرکزونو ته راولېږي، څو د خلکو ستونزې حل شي."

د مرکزي نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ قومي مشر قیام الدین وايي، یو نیم کال وشو چې روغتیايی مرکز يي د درملو د نشتون سره مخ دی او په کې د ناروغانو درملنه نه کېږي: "دلته دوا نشته، که کومه دوا راځي هغه هم کمزورې وي. کله یو قلم او کله هم دوه قلمه درمل راشي. بېچاره ناروغان له لېرې پرتو درو نه راځي، دلته هم درمل نه وي. بېرته تش لاسونه او بې درملنې ځي. موږ غریب خلک یو څه نه لرو، دا روغتیايي مرکز د عاجلو ناروغانو لپاره جوړ شوی، دلته هم درمل نشته نو موږ څه وکړو؟"

په نورستان کې یوازې ولسونه ستونزو سره نه دي مخ بلکې صحي کار کوونکي هم د معاشونو نشتوالي په تنګ کړي. د دوی په خبره چې هټیوالو ته يې خپل باور له لاسه ورکړی او اوس ورسره قرض هم نه کوي.

د دواب روغتیايي مرکز صحي کارکوونکی عبدالصبور کریمي وايي: "زموږ تقریباً اته میاشتې کېږي چې معاش نشته، درمل او داخل د بستر ناروغانو لپاره اعاشه هم نشته. موږ جمهوري ریاست او اداره امور پورې ورسېدو. دوه ورځې د عامې روغتیا وزارت ته هم لاړو. دې خلکو ژمنې وکړې چې موږ به درته معاشونه درکړو، خو تر اوسه یې چاته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې."

د نورستان ولایتي شورا وایي، په روغتیايی مرکزونو کې د درملو نشتون او ډاکټرانو ته د معاشونو نه ورکړې، يي ولسونه کړاونه ګالي. د دوی په خبره چې په تېر شااوخوا یو نیم کال کې يې څو ځله د عامې روغتیا وزارت سره یاده ستونزه شرېکه کړې او په وینا یې هر ځل ورته وزیر ویلي چې د اهېډ قراردادې موسسې مسولین به څارنوالۍ ته معرفي کړي. قرارداد به ورڅخه واخلي او ستونزه به هواره کړي.

د نورستان د ولايتي شورا ریيس سعد الله پاينده زوی وايي: "موږ خپله د عامې روغتیا وزير سره لېدنې کړي دي. وزیر صیب موږ ته اطمنان راکړی و چې د موسسې مسوولین به څارنوالۍ ته معرفي کوو. دغه قرارداد فسخ کوو او قرارداد به نورو موسسو ته ورکوو. متاسفانه چې تراوسه هغه اجرات هم نه دي شوي. د صحي کار کوونکو معاشات هم نه دي ورکړل شوي. زموږ صحي مرکزونو کې درمل نشته، اکثره صحي مرکزونه اوس هم تړلي دي. څوک کار نه کوي او د نورستان په کچه روغتیايي مرکزونه د فلج په حالت کې دي."

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې دوی ته د اهېډ همکارې موسسې لیکلي راپور ورکړی چې صحي کار کوونکو ته يې د پنځوو میاشتو معاشونه ورکړي او درمل يې هم نورستان ته روان کړي دي.

د یاد وزارت ویاند دستګېر (نظري) ازادي راډیو ته وویل: "تطبیق کوونکي موسسې وزارت ته خپل لیکلی راپور رالېږلی او په کې يې لیکلي چې دوی د نورستان روغتیايي مرکزونو ته درمل لېږلي او روغتیايي کارکوونکو ته يې د پنځه میاشتو معاشونه ورکړي دي. د حقیقت موندنې لپاره سبا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی نورستان ته ځي، څو ستونزه له نږدې بر رسي کړي."

خو د یاد ولایت مسولین بیا د وزارت او موسسې خبرې له حقیقت لېرې ګڼي او وايي چې تراوسه صحي کار کوونکو ته معاش نه دی ورکړل شوی او روغتیايي مرکزونه بې درملو پراته دي. د دوی په خبره چې نه ورسره د عامې روغتیا وزارت او نه هم همکارې موسسې کړي ژمنې پوره کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "سره د دې چې دغه موضوع مو د روغتیا وزیر صیب ته څو ځله ولېږله، خو تراوسه دا موضوع حل نه شوه. کومې وعدې چې وزارت او موسسې کړې وې هغه نه دي پوره شوي. اوس هم یو قلم درمل په کلینکونو کې نشته. نو موږ اړ یو چې دغه خلک نور څارنوالۍ ته معرفي کړو."

خلک وايي چې د خپل حق غوښتلو لپاره يې څو ځلي په مرکز پارون او ولسوالیو کې لاریونونه وکړل. د احتجاج په ډول يې روغتیايي مرکزونه وتړل، خو لاهم ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

دوي وايي، د وزارت او همکارې موسسې له خبرو معلومیږي چې د نورستانیانو صحي مشکلاتو د حل په غم کې نه دي

XS
SM
MD
LG