د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۷

د اروپا فوټبال؛ هنګري له پرتګال سره او فرانسه له جرمني سره سیالي کوي

ارشیف، عکس تزئیڼي بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیڼي بڼه لري

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) دوې لوبې کېږي.

لومړۍ یوه د کابل په وخت اته نیمې بجې د هنګري او پرتګال ترمنځ ده، دوهمه یوه د فرانسې او جرمني ترمنځ ده چې د کابل پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې پیلېږي.

په پرونۍ لوبو کې چک جمهوریت سکاټلنډ ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، په بله لوبه کې سلواکیا دوه ګولونه وکړل او پولنډ یو ګول. درېیمه لوبه د سویډن او اسپانیا ترمنځ صفر - صفر مساوي شوه.

دا اتلولي د ۲۴ ټیمو ترمنځ په شپږو ګروپونو کې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې چې د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG