د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

بایډن: که ناوالنۍ مړ شي روسیې سره به د امریکا او نړۍ اړیکو ته زیان ورسیږي


 الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د خبري کنفرانس پر مهال د امریکا له ولسمشر جو بایډنه د روسیې د حکومت د مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د احتمالي مړینې په اړه پوښتنه وشوه.

جوبایډن وویل چې که ناوالني مړ شي، دا به له روسیې سره د امریکا او ټولې نړۍ اړیکو ته زیان ورسوي.

بایډن په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې که ناوالني مړ شي، دا به نور هم وښيي چې روسیه اساسي بشري حقونو ته درناوی نه لري او دا به یوه غمیزه وي.

تېرکال پر ناوالني د زهرو حمله شوې وه او د ده ملاتړیو ویلي چې پوتین د دې حملې امر کړی وو.

ده په اپرېل میاشت کې د ۲۴ ورځو لپاره د خوړو اعتصاب پیل کړ خو اندېښنې زیاتې شوې چې دی به له لوږې مړ شي ځکه یو ځل ده ویلي و چې دی داسې ښکاري لکه یوازې هډوکي چې پاته وي.

ده د اپرېل په ۲۳مه خپل اعتصاب پای ته ورساوه او تېره اوونۍ د زندان له روغتونه بېرته په بند کې خپلې خونې ته انتقال کړای شو.

د دوشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پرمهال د امریکا له ولسمشر جوبایډنه له پوتین سره د جنیوا د جون د شپاړسمې د سرمشریزې په اړه پوښتنه وشوه چې ده يې په اړه تفصیل ورنه کړ.

خو څرګنده یې کړه چې له پوتین سره به د توافق برخې لټوي او په همدې حال کې به د امریکا او دې هېواد د متحدانو پر وړاندې د روسیې د مخالفتونو په اړه خبرداری ورکړي.

ده وویل: "زه به د ولسمشر پوتین ته روښانه کړم چې داسې موارد شته چې موږ په کې له یو بل سره همکاري کولای شو، که دی وغواړي او که ونه غواړي چې همکاري وکړي او د سایبري امنیت او نورو برخو په اړه داسې چلند وکړي لکه پخوا چې یې کړی، موږ به هم ورته غبرګون ښيو. "

د امریکا ولسمسشر جوبایډن
د امریکا ولسمسشر جوبایډن

بایډن، پوتین یو هوښیار او وړ مخالف وباله، خو ويې ویل چې دی به د غونډې هر ډول نتیجه لومړی ارزوي بیا به ورباندې باور کوي.

ده وویل چې د ناټو هېوادونو مشرانو له ده مننه وکړه چې له پوتین سره یې غونډه تنظیم کړه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG