د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

کابل بیا د مرګونو پېښو کوربه و؛ کورنیو چارو وزارت: ۲ چاودنو ۷ ملکیان وژلي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) له غرمې وروسته په دوو جلا چاودنو کې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حمید روشان ازادي راډیو ته ویل، لومړۍ چاودنه د ۱۳مې ناحیې اړوند د پل سرخ په تم ځای کې پر یوه ټونس موټر شوې ده چې له امله یې یو تن وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي روشان زیاتوي چې په ورته بله چاودنه کې چې دا هم په یو ټونس موټر د ۶ مې ناحیې اړوند په مهتاب کلا سیمه کې شوې ده چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي روشان زیاته کړه: "د ماین چاودونو په دوو تروریستي پېښو کې چې شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې په دوو ټونس ډوله مسافر وړونکو موټرو شوې، له بده مرغه له امله یې۷ هېوادوال په کې شهیدان شوي او ۶ نور ټپيان شوي، پېښې د ګډ کاري ټیم تر څېړنې لاندې دي، له بده مرغه د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي."

د کابل په نننیو چاودنو کې ۶ تنه ټپیان شوي هم دي.
د کابل په نننیو چاودنو کې ۶ تنه ټپیان شوي هم دي.

تراوسه کوم چا یا کومې وسله والې ډلې د دې پېښو مسوولیت نه دی منلی.

د یو بل خبر له مخې د کابل امنیه فومندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلی چې تېره شپه ناوخته د پغمان ولسوالۍ اړوند د ارغندۍ په سیمه کې پنځه تنه چې له خپلو کورنیو سره واده ته تللي وو، طالبانو له موټرو ښکته کړي او بیا یې وژلي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ناامنۍ زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG