د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

چین له افغانستان سره د ۱۵ طبي وسایلو مرسته وکړه


ارشیف، د افغانستان او چین ملي بیرغونه
ارشیف، د افغانستان او چین ملي بیرغونه

د چین حکومت له افغانستان سره د ۱۵ طبي وسایلو مرسته وکړه.

په چین کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد قایم ازادي راډیو ته وویل، ډېری دغه وسایل په اوسنیو شرایطو کې چې کرونا وبا اوج ته رسېدلې د عاجلو خدماتو لپاره په کارېږي: "په دغو وسایلو کې وینټلاتورونه، مانیټورونه، د زړه ماشینونه او نور وسایل شامل دي. دغه وسایل مو بېګا د اریانا افغان هوايي شرکت له لارې له شنجیانه کابل ته انتقال کړل چې تېره شپه ناوخته کابل ته ورسېدل."

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، له چینه د نورو طبي مرستو ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلی قایم وايي، په را روانو دوو اوونیو کې ممکن له چینه اکسیجن او د اکسیجن وسایل هم ترلاسه او افغانستان ته انتقال شي.

چین په وروستیو کې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د ۷۰۰،۰۰۰ ډوزه مرسته وکړه.

XS
SM
MD
LG