د افغانستان او عمان ترمنځ د فوټبال په زړه پورې سیالۍ دوه- یو د عمان په ګټې پای ته ورسېده.
دا لوبه په قطر کې د جاسم بن حمد په لوبغالي کې ترسره شوه.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې پایلې په ترلاسه کولو ویلی شو چې هېڅ څه بدلون نه دی کړی، موږ یو چانس لرو، تر اوسه مو هیلې ژوندۍ دي. اوس په جدول کې څلورم ځای لرو، د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې لپاره یا ډله کې د درېیم کېدو په خاطر له هند سره یوه مهمه سیالۍ مخته لرو."
ټاکل شوې د افغانستان او هند ټیمونه د سې شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د اسیا د فوټبال په ۵۶ ټیمونو کې افغانستان ۴۱م ځای لري.