د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د مسکو ښاریانو ته د کرونا د پېښو په زیاتیدو خبرداری ورکړل شوی


ارشیف، د مسکو یوه څنډه
ارشیف، د مسکو یوه څنډه

د مسکو ښاروال په دغه ښار کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د زیاتېدو له کبله خبرداری ورکړی دی.

د خطر دا زنګ داسې مهال وهل کیږي چې د روسیې په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې د کرونا زیات شمېر نوې پیښې ثبت شوي دي.

تازه په یوه شپه او ورځ کې د روسیې دننه د کرونا ۱۲۵۰۰ پېښې ثبت شوې چې دا د تېرې فبروري میاشتې له وروستیو راهیسې تر ټولو لوړې شمېرې دي.

دغه هېواد کې د کرونا د پېښو مجموعي شمېر څه باندې پنځه میلیونه او ۱۸۰ زرو ته رسیدلی دی.

د نوېو پېښو ډېر شمېر یعنې څه باندې ۵۸۰۰ یوازې مسکو کې ثبت شوي چې ښاروال سرګي سوبیانین یې اندېښمن کړی دی.

هغه ویلي، د کرونایي ناروغانو درملنه ورځ تر بلې سختېږي.

XS
SM
MD
LG