د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

د ناټو راتلونکې سرمشریزه؛ د افغانستان په کومو مسایلو بحث کېږي؟


BELGIUM –
BELGIUM –

د ناټو عمومي منشي وايي، د دې سازمان په راتلونکي سرمشریزه کې به د نورو مسالو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.

ینس سټولټنبرګ چې د جمعې (د غبرګولي ۲۱مه) په ماسپښین په بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتره په انلاین خبري غونډه کې غږېده وویل: "د ناټو پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېږي، خو زموږ ملاتړ له افغانستان سره دوام کوي."

په افغانستان کې د طالبانو پر لاس د پرله پسې څو ولسوالیو د نیول کېدو او د افغان ځواکونو سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ د څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ینس سټولټنبرګ وویل،دوی افغانستان کې د ناټو له پوځي حضور پرته د ننګونو او خطرونو اټکل کړی او دوی غواړي په بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

هغه په افغانستان کې د ناټو د ملکي حضور په دوام سربېره د افغان امینتي ځواکونو تمویل د ځانګړو عملیاتو لپاره له افغانستانه بهر د افغان ځانګړو ځواکونو روزل او په افغانستان کې د کابل هوايي ډ‌ګر په څېر د زیربنايي تاسیساتو د ساتنې لپاره د ناټو هڅې هغه څه وبلل چې د ده په وینا د ناټو له خوا به افغانستان سره د ملاتړ په توګه دوام وکړي.

د کابل د هوايي ډګر د فعال ساتلو په برخه کې د ناټو لېوالتیا ته په اشارې د دې سازمان عمومي منشي وویل چې له ترکیې سره یې په دې اړه بحثونه روان دي.

د ینس سټولټنبرګ په وینا د کابل هوايي ډګر فعال ساتل نه یوازې ناټو بلکې ټولې نړیوالې ټولنې، ډیپلوماټیکو ماموریتونو او مرستندویه ادارو ته مهم دي او ناټو به ډاډمنه کړي چې دا هوايي ډګر په نړیوالو معیارونو فعال و اوسي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د غړیو هېوادونو مشران د راتلونکې دوشنبې په ورځ چې د جون ۱۴ مه نېټه ده، په بروکسل کې راټول شي او د روسیې او چین په اړه د دې سازمان په شتو اندېښنو او نورو نړیوالو مسالو هم بحثونه او خبرې وکړي.

دا تر هغې وروسته چې امریکا او ناټو متحدانو یې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان کړی، د دې پوځي تړون د غړیو هېوادونو لومړنۍ سرمشریزه ده.

جو بایډن د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه د ناټو د مشرانو په دې غونډه کې ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG