د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

روغتیا وزارت د کابل ۲ روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوې فعالې کړې


 د اکسېجن د تولید دستګاوې
د اکسېجن د تولید دستګاوې

په کابل کې پر کرونا وبا د اخته شوېو کسانو لپاره د اکسېجن پر کمي د نیوکو وروسته، د عامې روغتیا وزارت د دې ښار په دوو روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوو د فعالېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس عالي‌زي ازادي راډیو ته وویل، دا دوه دستګاوې د افغان ـ جاپان او قصبې په روغتونونو کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته شوېو کسانو لپاره ځانګړې شوې، لګېدلي او فعالیت یې پیل کړی دی.

"د قصبې په روغتون کې د اکسېجن د تولیدونکي دستګاه په ۲۴ ساعتونو ۱۰۰ او په افغان – جاپان روغتون کې بیا دا دستګاه په همدومره موده کې د ۲۸۰ ګازي ډبو د تولید وړتیا لري."

بل لور ته د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، که د اکسېجن د تولید دستګاوو د لګولو اجازه ورکړل شي، چارې به چټکې شي.

ښاغلي مجروح په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: "که د نړیوالو موسساتو پر ځای د اکسېجن د تولید د دستګاوو د لګېدو او مونتاژ واک وزارت ته ورکړل شوي، په هرو دوو شپو کې به په یوه ولایت کې د اکسېجن د تولید دستګاه تر لګېدو وروسته شي."

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا درېیمه څپه لا هم اوس هم روانه ده او خلک باید روغتیايي او ټولنیزو سپارښتنو ته پام وکړي.

دا په داسې حال چې د عامې روغتیا وزارت وايي،تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا له شکمنو ۲۹۴۸ تنو د ۱۰۲۴ تنو معاینه مثبته ختلې.

په همدې موده کې بیا پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۳۷ تنه اخته شوي مړه شوي، خو ۳۱۶ نور بیا رغېدلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د کرونا وبا له پیل تر اوسه په دې هېواد کې ۸۸زره او ۷۴۰ تنه پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېر ۳زره ۴۴۹مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG