ټاکل شوې ده چې د افغانستان او عمان د فوټبال لوبډلې سبا جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په پلازمېنه دوحه کې لوبه وکړي.
دا د اسیا جام لپاره د غوراوي لوبه ده. دا دواړه لوبډلې د غوراوي لوبو په (E ) ګروپ کې دي چې عمان تر اوسه له شپږو لوبو دولس امتیازه لري او افغانستان له شپږو لوبو پنځه امتیازه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د فوټبال لوبډله د اسیا د شپږ پنځوس لوبډلو په منځ کې یو څلویښتم ځای لري او د عمان لوبډلې نهه ویشتم ځای خپل کړی دی.